ایکنا نیوز له تایلینډه راپور راکړ، د تایلینډ لومړي وزیر سرتاتیویسین د روژماتي په دغو دستورو کې د ټولو مسلمانانو چې په ټول قدرت او په خدای باندې په بشپړ ایمان سره خپلې دیني دندې ترسره کوي، ستاینه او قدرونه وکړه.
هغه په دغو دستورو کې پخپلې وینا کې د روژې په مبارکې میاشتې کې د روژې ساتنې فضیلت ته په اشارې سره ووئيل، روژه ساتل د مسلمانانو لپاره یو عبادت دی او له خداي تعالی سره د دوي د نزدیکت سبب کیږي.
د تایلینډ لومړي وزیر همدرااز د روژې مبارکه میاشت د قرآن کریم په آیتونو کې د تدّبر لپاره یو فرصت وباله او وې وئيل، مسلمانان د ژوند اصولو ته د پابندۍ،د ذهن او بدن د پاکوالي،د نیکۍ کولو ،دیوه بل بخښلو او له نورو انسانانو سره د مرستې لپاره د یوې آرامې ټولنې سولې ، وحدت او عشق سبب کیږي،ددغه آسماني کتاب له آیتونو څخه استفاده کوي.